IQNA

ایکنا  د «امام خمیني کبیر (ره)؛په اسلامي نړۍکې د بدلون بیلګه»نومې ویبینار ترسره کیږي

10:24 - June 03, 2025
د خبر لمبر: 3491218
د ایکنا خبري اژانس په هڅو نن،د غبرګولي ۱۳،د «امام خمیني کبیر (ره)؛د اسلامي نړۍ د بدلون بیلګه » په نوم ویبینار ترسره کیږي. 

د ایکنا د راپور له مخې،دا ویبینار نن سه‌شنبې ورځې ، یعني د غبرګولي په ۱۳،د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټ ایښودونکي حضرت امام خمیني (ره) د ۳۶ تلین په درشل کې،له سهار ۹ بجو د ایکنا خبري اژانس  په ودانۍ کې ترسره شي او د ایکنانیوز  په اپارات پاڼه (aparat.com/iqnanews/live)  په ژوندۍ بڼه خپرېږي. 

د اسلامي کلتور او ارتباطاتو د ادارې د قرآن او تبلیغ د نړیوال مرکز مشر حجت‌الاسلام والمسلمین سید مصطفي حسیني نیشابوري، د دغه ویبینار حضوري ویناوال او میلمه دی او د «امام خمیني (ره)؛ د  اوسمهاله نړۍ لوي مصلح» په موضوع خپله وینا وړاندې کوي. 

همدارنګه، دا ویبینار به د بحرین، عراق او لبنان د پوهانو او استادانو له ویډیويي ویناوو سره مل وي د بحرین یو دیني عالم حجت‌الاسلام شیخ عبدالله دقاق، د «حج او د امام (ره) په فکر کې د اسلامي نړۍ د عقیدتي نهضت پراختیا» په موضوع، د بغداد د «افق» سیاسي تحلیل او مطالعاتو مرکز مدیر جمعة العطواني،د «ارواښاد امام (ره) او د اسلامي وحدت ستراتیژي» په چورلیز، او د لبنان پوهنتون استاده او تحلیلګره، لیندا طبوش، د «امام خمیني (ره)؛ د اسلامي امت د  ځان پيژندنې  ابتداء» په موضوع خپلې ویډیوئي ویناوې وړاندې کړي.

https://iqna.ir/fa/news/4286030

captcha